ننګرهار کې د هندوانو حاصلات زیات شوي، خو بزګران پرې خوښ نه دي!

د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست مسولین وایې په دې ولایت کې د تیر کال په پرته د هندوانو کرنه او حاصلات څو برابره زیات شوي دي، خو بزګران ورته ځکه خوښ نه دي، چې ښه بازار او د ساتلو زمینه ورته نه لري.

د ننګرهار ولایت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مرستیال، عبدالوارث تاند خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: ننګرهار کې د هندواڼو په حاصلاتو کې د تیرو کلونو په پرتله لس سلنه زیاتوالی راغلی.

نوموړی زیاتوي، تیر کال ننګرهار کې په دوه نیم زره هکتاره ځمکه باندې هندوانې کرل شوې وې، چې ورڅخه یو لک ټنه حالص  ترلاسه شوی وو، خو سږ کال د ننګرهار مرکز سربیره په شپږو ولسواليو کې په درې زره هکتاره ځمکه باندې هندوانۍ کرل شوې، چې حاصلاتو ته یې خوشبین یو او تقریبا لس سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.

که څه هم ننګرهار کې د کرنې ریاست مسؤلین د تېر کال په پرتله د هندواڼو په حاصلاتو کې د لس سلنه حاصل د زیاتوالي خبره کوي، خو بزګران وايي، چې د بېلابېلو لاملونو له امله یې سږ کال حاصلات کم دي.

محمد ګل، چې په خپله ځمکه یې هندوانې کرلي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ځمکې د اوبو کولو له پاره منظم سیستم نشته (سږنی کال زمونږ فصل ډیر کم دی).

نوموړی یې د اوبو کموالی، ناروغي او داسې نورې ستونزې اصلي لامل ګڼي او په ټوله کې د ننکرهار بزګران له اړونده مسولینو غواړي، چې حاصلاتو ته یې ښه بازار پیدا کړي، د نباتي ناروغیو د کنترو او د اوبو رسونې په برخه کې دې ورسره مرسته وشي.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د ننکرهار سربیره په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د هنداوانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلې خو د ښه مارکیت نه شتون او د ذخیروي سیستم د نشتوالي له امله په ډیره کمه بیه په محلي بازارنو کې پلورل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *