د کاپیسا د ترافیکو د تنظیم امر په ډزو وویشتل شو

ناپیژانده وسلوالو کسانو،د کاپیسا د ترافیکو د تنظیم امر په ډزو ویشتلی او وژلی دی.

د کاپیسا د پولیسو ویاند،شایق شورش د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې څرګنده کړه چې دغه پیښه نن سهار(غبرګولي۱۲) د ولایت په مرکز کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي پر وینا،ناپیژانده وسله والو کسانو ددغه ولایت د ترافیکو د تنظیم امر؛ سمونیار سیدمنیر په ډزو ویشتلی او له سیمې تښتیدلي دي.

شورش څرګنده کړه چې دغه پیښه هغه مهال رامنځته شوي ده چې د ترافیکو د تنظیم امر خپل کار ځای ته روان وو.

د کاپیسا د پولیسو ویاند څرګنده کړه چې  جدې څیړنې پیل شوي او هڅه کیږي چې تر څو د پیښې عاملین ونیول شي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت په غاړه اخیستی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل