په لغمان ولايت کې ۲۱۷ کليوالي ټولګي فعاله دي!!

د لغمان ولايت د پوهنې رياست د کليوالي ښونځيو مسول شفيق الله ظهير

د لغمان ولايت د پوهنې رياست مسولين وايې ، په دې ولايت کې اوس مهال د مرکز مهترلام سربيره په يو شمېر ولسواليو کې هم زده کوونکي په کليوالي ټولګيو کې په زده کړو بوخت دي .

د لغمان ولايت د پوهنې رياست د کليوالي ښونځيو مسول شفيق الله ظهير د خاورميانه خبري اژانس سره په ځانکړې مرکه کې ويلي : کليوالي ټولګي په داسې سيمو کې ، چې هلته داخلي بې ځايه شوي او نوۍ راستنۍ شوې کورنۍ او يا هم په داسې ساحو کې جوړيږي ،  چې زده کوونکي يې عمومي ښوونځيو ته لاس رسی نه لري څو کوچنيان له زده کړو بې برخې پاتې نه شي.

نوموړی زياتوي کليوالي ښوونځي تر دې  دمه ښې پايلې لري او ترې فارغ زده کوونکي کولای شي ، چې په نورو عمومي ښوونځيو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي .

د هغه په خبره  اوس مهال په ټول لغمان کې په (۲۱۷) کليوالي ټولګيو کې ( ۶۹۰۲ ) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي ، چې له جملې يې  ( ۳۳۵۵ ) ښځينه دي او د ( ۲۳۱ ) ښوونکو له لورې ورته زده کړې ورکول کيږي.

د ظهير پر وينا دا  ، چې اوس مهال ښوونځي رخصت دي نو کليوالي ټولګيو کې د روغتيا پالانو  سپارښتنې په پام کې نيول شوي او زده کوونکي په خپلو زده کړو بوخت دي ( شاګردان  په څو وختونو ويشل شوي او ترمنځ يې فاصله هم مراعت شوې ده ) .

د ویلو ده، چې په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه ټول ښوونځي او تعلیمي مرکزونه رخصت شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *