په غزني کې د غره ښویدنې له کبله درې ورونو خپل ژوند له لاسه ورکړ
د غزني ولایت په مالستان ولسوالۍ کې د غره ښویدنې په پایله کې درې ځوانو ورونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه تیر ماښام د مالستان ولسوالۍ په «غیغانتوی»سیمه کې رامنځته شوي ده.
د غزني د والي ویاند،واحدالله جمعه زاده، ویلي دي چې په دغه پیښه کې درې ځوانو ورونو چې یو یې په مالستان ولسوالۍ کې د ښوونځي مدیر وو،خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي پر وینا،دغه پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې دوه ورونو په همدغه سیمه کې کار کاوه او د غر ښویدنې له کبله دوه کورونه په بشپړ ډول زیانمن شوي دي.
د سیمې اوسیدونکو خاور میانه ته وویل:«محمد علي»،«حکیم سروش»او «خالق» هغه درې ورونه وو چې په دغه پیښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغوې په وینا دغه درې ورونه نن په ډله ایز ډول خاورو ته سپارل کیږي.