«کارائیب» ته د ایران د نفتو د څلورم نفت ویستونکي دننه کېدل

ټولو نړیوالو غبرګونونو او اندیښنو ته په پام،د ایران د پطرولو د لیږد څلورم نفت ایستونکی «کارائیب» ته وارد شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د ایران دغه نفت استخراجونکي د هغه کشتیو له جملې څخه دی چې وینزویلا ته لیږل شوي او تیره شپه کارائیب ته ورسیده.

ونزویلا ددغه محمولې د ترلاسه کوونکي په توګه د خپلو هېوادوالو ته د وارداتي سون موادو د ویشلو په موخه د مقدماتي اقداماتو د ترسره کولو په حال کې ده.

ددې محمولې انتقال د امریکا او ایران او وینزویلا تر مینځ د ديپلماتیکو کړکیچونو سبب ګرځیدلی دی.

له دې وړاندې امریکا دغه اقدام د ایران او وینزویلا پر وړاندې د خپلو د یو اړخیزو بندیزونو د قوانینو ماتیدل ګڼل.

د واشنګټن چارواکو ویلي دي چې ددې پیښې د څیړلو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د وینزویلا پوځ او هوایي ځواکونو په بشپړ ډول د ایراني نفت استخراجونکو ساتنه کړي او د پام وړ سیمې ته یې سوق کړي ده.

دوه اوونۍ وړاندې د جبل الطارق تنګي څخه پینځه فاکسون،فورچون،پتونیا او فارستو کلاول نفت ویستونکي د لاتینې امریکا په مقصد تیري شوي او د وینزویلا پر لورې یې حرکت وکړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *