د عامې روغتیا معین له یو وسله وال برید روغ ووت
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایې خدماتو معین د لوګر ولایت په مرکز کې له یو وسله وال برید څخه روغ و وت.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، وحید مجروح، نن د غبرګولي په (۳) نیټه سهار پنځه بجې د لوګر ولایت په مرکز کې له یوه وسله وال کمین سره مخ شو.
مجروح وایې، په داسې حال کې تر حملې لاندې راغی، چې له لوګر څخه د کابل په لورې ران ؤ.
په دې برید کې، د عامې روغتیا وزارت د معین موټر لږ زیانمن شوی دی.
تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې د دې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.