د کابل ښار په اومه امنیتي حوزه کې د پولیسو په یو رنجر موټر کې د ځای په ځای شو چاودیدونکو توکو د چاودنې په پایله کې یو پولیس ټپي شوی دی.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، دغه پیښه نن د غبرګولي په (۱) نیټه سهار د کابل ښار په چهلستون سیمه کې رامنځ ته شوې.
عیني شاهدان وایې، دغه پیښه د پولیسو په رنجر موټر کې د ځای په ځای شو چادیدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې.
د غو شاهدانو ویلي په دې چاودنه کې یو پولیس ټپي شوی.
امنیتي مسولینو تراسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
کابل په دې ورستیو ورځو کې د نا امنیو او د چاودنو د زیاتوالي شاهد دی.