دننګرهار ولایتي چارواکي وایې د دې ولایت د چپرهار ولسوالۍ په ولسوال ځانمرګی برید شوی ، چې په پایله کې یې ولسوال ټپي شوی.
د ننګرهار د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د غبرګولي په (۱) نیټه ماسپښین مهال د چپرهار ولسوالۍ په ولسوال په داسې حال کې ځانمرګی برید شوی، چې نوموړی له ولسوالۍ څخه د جلال اباد ښار په لورې روان ؤ.
نوموړی زیاته وي پیښه د بهسودو ولسوالۍ اړوند د فارم هډې له ګودامنو سره رامنځ ته شوې، چې په کې د چپرهار ولسوالۍ ولسوال محمدصدیق دولتزی او دهغه یو زوی ټپیان شوي دي.
د خوږیاڼي په خبره ټپیان روغتون ته انتقال شوي او روغتیایې حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوي.
د دې پیښې مسولیت تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.