د افغانستان سوله د هند او داعش له لورې ګواښل کیږي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې د افغانستان سوله د هند او داعش ترهګرې ډلې له لورې په جدې ډول تهدیدیږي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،شاه محمود قریشي ویلي دي، چې ځینې قدرتونو د افغانستان د سولې لپاره خنډونه جوړ کړي او نه غواړي، چې په افغانستان کې دغه پروسه بریالۍ شي.
نوموړي د پاکستاني رسنیو سره په مرکه کې ویلي دي، چې د سیمه ایزو قدرتونو له جملې څخه هند او داعش ترهګریزه ډله خپلو موخو ته د رسیدو لپاره په افغانستان کې د سولې پروسې لپاره د خنډونو د جوړولو په هڅه کې ده.
قریشي څرګنده کړه، چې هېوادونه او نړیوال قدرتونه باید د دې هېواد، چې د پاکستان په ګاونډ کې پروت دی،توطیې او پلانونه په جدي ډول تر نظر لاندې ونیسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدغه راز د افغانستان د مشرانو تر منځ داخلې اختلافات هم د سولې د خبرو اترو د پروسې د ځنډ اصلي لامل بولي.
پاکستان په داسې حال کې په افغانستان کې کورنیو اختلافاتو ته اشاره کوي او د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډیدو په اړه اندیښنه ښیې چې دمګړۍ هم حکومت د طالبانو پر وړاندې د خپل دریځ په بدلون سره د بندیانو خوشي کول درولي دي.