حزب الله:اسراییل تر ۲۵ نورو کلونو پورې له مینځه ځي

د لبنان د حزب الله ډلې اجراییه شورا رییس وایي چې صهیونیستي رژیم به تر راتلونکو ۲۵ کلونو یا چې ډېر شي تر ۴۰ کلونو پورې له مینځه لاړ شي او شتون به ونه لري.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،«سیدهاشم صفي الدین»وایي چې د سیمې په کچه د پام وړ پرمختګونو سره مقاومت یې ترلاسه کړی دی.

د حزب الله د اجراییه شورا رییس وایي چې د صهیونیستي رژیم سره د مقابلې لپاره یې مشخصې تګلارې او لګښتونه مالوم کړي دي.

صفي الدین د المیادین خبرې شبکې سره په خبرو کې روښانه کړه چې«نن چې ویل کیږي داسراییل ماتي د نه منلو ده،ماته یې خوړلي او د خپلو لګښتونو په انتخاب کې پریشانه دی».

نوموړي زیاته کړه چې په سیمه کې د حزب الله اصلي موخه د اشغال شوي قدس ازادول دي چې بالاخره څیړنه به یې وشي،مګر دا چې ددغه سیمې ازادولو کې به لویه جګړه وشي،هیڅوک هم نه پوهیږي.

سرچینې په دې باندې په ټینګار سره چې د صهیونیستي رژیم پر وړاندې مقاومت د ۲۰۰۶(۳۳ ورځنۍ جګړه) له کامیابۍ له وخته په مستمر ډول پرمختګ او فعالیت درلودلی دی،اعلان وکړ چې مقاومت  په سیمه کې خپلو مسوولیتونو سره بلد دی،د اسراییل په مقابل کې په سخت حالت کې قرار لري او حتی خپلو فوځي پوښتنو ته هم ځواب نه لري.

د حزب الله د اجراییه شورا رییس وایي چې د اسراییل پر وړاندې د ځینو عربي هېوادونو مواضعو بدلون کړی دی.ځینې عربي نظامونه اسراییل سره د خپلو اړیکو د احتمالي عادي کولو په سبب په سیمه کې د خپلو اجرا کوونکو طرحو د ترلاسه کولو هڅه کې دي او کوښښ کوي د اړیکو د عادي کولو له لارې د خپلو سناریو د اجرا کولو لپاره لویې هیلې منځته راوړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې صهیونیستي رژیم په زوال او له مینځه تللو محکوم دی او اسراییل په ۴۰ کالونو یا تر ۲۵ کلونو پورې له مینځه لاړ شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *