لغمان کې د یوې کورنۍ ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان ولایتي چارواکي وایې، د هاوان دغه مرمۍ د وسله والو طالبانو له لورې توغول شوې او په الیشنګ ولسوالۍ کې په یوه کور لګیدلۍ.

د لغمان ولایت د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د غویي په (۳۰) نیټه  ماسپښین ۳:۳۰ بجې د الیشنګ ولسوالۍ د  «میا صاحب دېرې » سیمه کې د وسله والو مخالفینو له لورې د هاوان مرمې د ملکي وګړي «شفیق الله » په کور لګیدلې، چې په پایله کې یې د  «شفیق الله » یو ۱۲ کلن زوی وژل شوی میرمنه، درې لورګانې او دوه نور زامن یې ټپیان شوي دي.

دولتزی زیاتوي ټپیان مهترلام ولایتي روغتون ته د درملنې په موخه انتقال شوي او روغتیایې وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

طالب وسله والو تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Author

خروج از نسخه موبایل