احمد مسعود په «کرونا»اخته شو

د ملې اتل د زوي احمد مسعود د کرونا ټیسټ مثبت اعلان شو،او پر «کوویډ۱۹»ناروغۍ د نوموړي اخته کېدل تایید شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،احمد مسعود نن(غویي ۳۰) له غرمې وروسته په خپل ټویټر کې پر کرونا باندې د هغه اخته کېدل منلي دي.

نوموړي لیکلي دي«همدا اوس مې د خپل د کرونا ټسټ نتیجه ترلاسه کړه،چې متاسفانه مثبته وه».

مسعود ویلي دي ،که څه هم ددې ناروغۍ علایم او نښې چندانې سختې نه دي؛ مګر دغه ناروغي د هېواد د خلکو لپاره یو جدې خطر دی.

د ملې اتل زوي له خلکو وغوښتل تر څو د روغتیایي نکاتو په رعایت کولو سره ددې  ناورین څخه په وتلو کې د عامې روغتیا د وزارت سره همکاري وکړئ.

نوموړي زیات جزییات وړاندې کړي نه دي.

له دې وړاندې د عامې روغتیا د وزیر فیروزالدین فیروز د کرونا ټسټ هم مثبت اعلان شوی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *