په بغداد کې د امریکا په سفارت تازه راکټي برید

د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا سفارت،یو ځل بیا د راکټي برید هدف وګرځيد.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،نن سهار وختي(غویي ۳۰) د امریکا سفارت ته څیرمه په شنه سیمه دوه راکټونه لګیدلي دي.

د عراق یوې امنیتي سرچینې د الجزیره خبرې شبکې سره په خبرو کې ویلي دي چې لږ تر لږه دوه راکټونه په بغداد کې د امریکا سفارت ته نږدې لږیدلي دي.

د سرچینې پر وینا،یو کاتیوشا راکټ په الخضراء سیمه کې په یوه تش کور لګیدلی دی.

تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

په بغداد کې د امریکا سفارت څو ځله د راکټي بریدونو په وسیله هدف شوی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل