په غزني کې د موټر بمب په چاودنه کې اووه تنه وژل شوي او ۴۰ تنه ټپیان دي
بشپړ؛ په غزني ښار کې د ملې امنیت د ځواکونو په ۷۰۳ ځانګړي قطعه د وسله والو طالبانو د موټر بم برید په پایله کې ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، نن سهار وختي (غویي ۲۹) وسله والو طالبانو له یوې هاموې موټر څخه په ګټې اخیستنې د غزني ښار «اسلامي ثقافت»ته څیرمه یو زوروره چاودنه ترسره کړه.
د غزني د والي د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه برید په غزني ښار کې د ملې امنیت ځواکونو په ۷۰۳ ځانګړي قطعه ترسره شوی دی.
د خبرپاڼې څخه په نقل ددې موټر بم برید په پایله کې ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ تنه نور ټپیان دي چې د ۸ تنو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د غزني د والي دفتر وایي چاودنه دومره زوروره وه چې تر دوه کیلومترو پورې د کورونو ښيښې یې ماتي کړي دي،مګر کورنو کې چاته تلفات اوښتي نه دي.
په ورته وخت کې د غزني د ولایتي شورا رییس د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې څرګنده کړه چې په پیښه کې وژل شوي او ټپیان د امنیتي ځواکونو غړي دي.
په ورته وخت کې،وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دغه برید د«زیدي قندهاري»په نوم کس له لورې د دولت لخوا د جګړې د اعلان په غبرګون کې ترسره شوی دی.