ننګرهار کې د چت غورځیدو په پیښه کې لسو کوچنیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار چارواکي وایې، جلال اباد ښار کې د چت پريوتو پېښو کې څلورتنه ماشومان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي .
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند مجبور اباد سيمه کې نن ماښام ناوخته د محمداغا په نوم د يو تن د کورچت پريوتو پېښه کې څلور ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .
خوږیاني زیاتوي، همدا راز د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند قول اردو فاميلو سيمه کې د يو چت پريو له امله څلور تنه نور هم ټپيان شوي دي .
د خوږیاڼي په خبره دواړه پېښې د وروستي طوفان د لګيدو له امله رامنځته شوي دي .