کابل کې د ملي اردو دوه سرتیري و وژل شول
د کابل ښار د ولسمه حوزه کې د ملي اردو په موټر د وسله والو په برید کې د ملي اردو دوه سرتیری وژل شوي دي.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د غه پیښه نن د غویي په (۲۸) نیټه سهار د دولسمې حوزې اړوند د « داود خان» څلور لارې کې په داسې مهال رامنځ ته شوې، چې وسله والو د ملي اردو په موټر ډزې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت طارق ارین د دې پیښې د تاید ترڅنګ وایې، چې دغه وسله وال په موټر سایکل سپاره ول.
نوموړی وایې، په دې پیښه کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او قضیه د امنیتي ځواکونو تر څیړنې لاندې ده.
تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د ملي اردوه دغه سرتیري په داسې حال کې د موټر سایکل سپرو له لورې وژل کیږي، چې د دهمدې ډول پیښو د زیاتیدو په وجه په کابل ښار کې په موټر سایکل ګرځ بندیز ولګوه.