صالح: په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو د برید عاملین طالبان دي

د ولسمشر لومړی مرستیال وایې،  چې د ننګرهار ولایت ښیوې ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو مرګونی برید  د وسله والو طالبانو له لورې شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،امرالله صالح نن سهار(غویي۲۸) د تیرې اوونۍ د خونړي برید د څیړلو لپاره ننګرهار ته ولاړ.

صالح په دې سفر کې د دغه خونړۍ پیښې د قربانیانو له کورنیو سره خبرې او لیدنه وکړه.

نوموړی وایي چې دغه برید د طالبانو له لوري ترسره شوی دی.

د ننګرهار ولایت په «ښیوي»ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو د پخواني قومندان«شیخ اکرم» د جنازي پر مراسمو باندې په مرګوني ترهګریز برید کې دیرش تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي وو.

سره له دې چې حکومت طالبان ددې برید مسوول ګڼي؛مګر دې ډلې په دغه برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

له دغه برید وروسته ارګ هم ویلي وو چې طالبان نه شي کولای د کابل او ننګرهار له خونړیو بریدونو څخه ځان ته برائت ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *