د ارګ او سپیدار تر مینځ سیاسي هوکړه لیک نهایي او لاسلیک شوه.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه هوکړه لیک نن له غرمې وروسته(غویي ۲۸) د محمد اشرف غني او دکتور عبدالله عبدالله تر مینځ لاسلیک شوه.
حامد کرزی،عبدالرب رسول سیاف،کریم خلیلي،محمد یونس قانوني او یو شمېر نور سیاسیون او جهادي مشران د توافقنامې د لاسلیک کېدو پر وخت حضور درلود.
د جمهوري ریاست د ټاکنو له نهایي پایلو وروسته د غني او عبدالله تر مینځ سیاسي اختلافات رامنځته شول چې دواړو لوریو د سوګند مراسم ترسره کړل.
دې لړۍ د خلکو او حکومت لپاره ستونزې راولاړي کړي چې امریکا په لمړي اقدام سره د افغانستان سره خپله د یو میلیون ډالرو مرسته قطع کړه.