کابل ـ جلال اباد لویه لاره کې ترافیکي پیښې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د لغمان ولایتي چارواکي وایې دغه ترافیکي پیښه تیره شپه دلغمان ولایت اړوند دقرغیو ولسوالۍ اړوند رامنځ ته شوې.
دلغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د کابل ـــ جلال اباد په لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند عزیز خان کڅ په زانګورې سیمه کې د دوه ټوډي ډوله موټرو د ټکر له امله ۶ تنه مړه او ۳ ټپیان شوي دي.
دولتزی زیاتوي، په مړو شویو کسانو کې کوچنیان او ښځې هم شاملې دي.
د پیښې لامل د موټر چلونکو بې احتیاطۍ ښودل شوې.