د تورخم لاره د مسافرینو پر وړاندې پرانیستل شوه
دننګرهار چارواکي وایې نن سهار د تورخم لاره دهغه مسافرینو پروړاندې پرانیستل شوه، چې کوزه پښتونخوا کې بند پاتې وو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: دتورخم لاره له یوه طرفه پراینستل شوې، هغه مسافرین، چې د تورخم هغې غاړې ته بند پاتې وول دې خوا د را تلو اجازه ورته ورکړل شوې ده.
خوږیاڼی زیاتوي اټکل کیږي، چې نن به ۵ زره مسافرین دې خواته را واوړي.
د والي د ویاند په خبره، تورخم ښارګوټي کې د دغو راتلوونکو مسافرینو له پاره امنیتي او روغتیایي تدابیر نیول شوي دي.