په پکتیا کې موټر بم برید، د ابتدایي شمېرو له مخې ۵ تنه وژل شوي دي
د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د ملې اردو پر مرکز د موټر بم برید لمړني ارقام ښیي چې ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن ( غویي ۲۵) د سهار پر اته نیمو بجو په ګردیز ښار کې د ملې اردو تاسیساتو ته نږدې موټربم چاودنه وشوه.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند، ایمل خان ویلي دي چې دغه پیښه په یوه مازدا موټر کې د ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوي چې د ملې اردو د تاسیساتو مرکز ته له رسیدو وړاندې چاودنه ورکړل شوي ده.
د نوموړي پر وینا، په لمړنیو شمېرو کې پینځه تنه ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
ایمل خان څرګنده کړه چې د تلفاتو د زیاتیدو احتمال موجود دی.
وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې د ملې اردو مرکز یې په نښه کړی دی.
نور جزییات …