لغمان کې وسله والې نښتې ۱۱ امنیتي سرتیرو او ۲۳ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې
د لغمان ولایتي چارواکي وایې، د دې ولایت الیشنګ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې ۲۳ وسله والو طالبانو او ۱۱ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د لغمان د ولایت ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تیره شپه د الیشنګ ولسوالۍ په « قلعه کوچیانو » سیمه کې وسله والو طالبانو غوښتل ، چې د امنیتي ځواکونو په امتیتي پوستو برید وکړي، چې د امنیتي ځواکونو له لورې د ځوابیه بریدونو پرمهال نښته رامنځ ته شوې، چې په پایله کې د وسله والو طالبانو ۶ قومندانان وژل شوي او ۱۷ تنه نور یې ټپیان شوي.
دولتزی زیاتوي په دغه نښته کې ۶ امنیتي سرتیري هم وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د والي د ویاند په خبره ټپیان روغتون ته انتقال شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
طالب وسله والو تراوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.