کرونا په افغانستان کې؛د کابل د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د رخصتۍ غځېدلپه

په پلازمینه کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوې په تعقیب د روژې د مبارکې میاشتې تر پایه پورې د ملکي خدمتونو د کار کوونکو رخصتي تمدید شوه.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د کابل د ملکي خدمتونو د کارکوونکو رخصتي تر نن ورځې(غویي ۱۸) څخه د روژې مبارکې میاشتې تر پاې ته رسیدو او له اختر څخه د وروسته ورځو پورې غځول شوي ده.

د ملکي خدمتونو او ادارې اصلاحاتو د خپلواک کمیسیون په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې رخصتۍ کې د کابل ښار او ولسوالیو د دولت د ملکي ادارو کار کوونکي شامل دي.

ددې ادارې د پریکړې له مخې، د وزارتونو او دولتي ادارو عمومي رییسان د بیړنیو خدماتو پر وړاندې کولو مکلف دي چې هره ورځ پر خپل کار ځای کې شتون ولري.

سرچینه وایي چې د وزارتونو او دولتي ادارو ځینې کارکوونکي چې دندې یې د ضروري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ځانګړي شوي وي هم له دې رخصتیو څخه معاف دي او اړ دي د اړوندې ادارې د اجازې پر بنسټ خپلو دندو ته حاضر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابینې په فوق العاده غونډه کې د روان کال د غویي له ۱۳ نیټې څخه تر روژې مبارکې میاشتې تر پاې پورې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوې په موخه د تګ راتګ د بندیدو پریکړه شوي وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *