په قطر کې د خلیلزاد او ملابرادر تازه لیدنه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تازه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال سره لیدلي او د بندیانو د خوشي کېدو د لړۍ په اړه یې بحث کړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،زلمي خلیلزاد د سولې لپاره د سیمه ایزو تازه سفرونو په لړ کې تیره شپه په قطر کې د ملاغني برادر سره لیدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د بندیانو ازادیدل او د سولې خبرې اترې د خلیلزاد د تازه پړاو سفرونو مهمې برنامې دي.

د خبرپاڼې څخه په نقل،د امریکا ځانګړی استازی به د سفرونو په دې پړاو کې قطر،هند او پاکستان ته سفر وکړي او د هغوئ د لوړ پوړیو چارواکو سره به وګورې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند،سهیل شاهین هم د ملاغني برادر سره د خلیلزاد لیدنه تایید کړي ده.

نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د بندیانو د خوشي کېدو،بین الافغاني مذاکراتو او د امریکا سره د سولې د هوکړه لیک په اړه بحث او خبرې اترې کړي دي.

د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې هوکړه لیک تیر کال د کب په لسمه لاسلیک شو چې له مخې یې باید د حکومت له محبسونو څخه یو شمېر طالب بندیان خوشې او بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه مساعده شي.

همدغه راز په دغه هوکړه لیک کې د تاوتریخوالي پر کمیدو ټینګار شوی چې دغه لړۍ یوازې د بهرنیو ځواکونو پورې محدوده وه او د هېواد امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي هر ورځ د طالبانو د بریدونو شاهدان دي.

تیره ورځ د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي هم ویلي وو چې د افغانستان حکومت د نړیوالې ټولنې سره یو ځای په هېواد کې د تلپاتي سولې لپاره ګټور ګامونه اخیستي دي،مګر د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام په دغه بهېر کې اصلې ستونزه شمېرل کیږي.

له بله پلوه د امریکا د دفاع وزیر مایک سپر هم تازه ویلي دي چې طالبان د سولې په هوکړه لیک کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *