د ننګرهار ولایتي چارواکي وایې، د دې ولایت اچين ولسوالۍ کې يو تن د خپلې مېرمنې او زوی د قتل په تور نیول شوی.
دخاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ « شين کوړي » سيمه کې د جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزې پولیسو تېره شپه د
« لاجبر »په نوم هغه تن نيولی، چې خپله ۴۵ کلنه مېرمن او لس کلن زوی يې وژل وو.
سرچینه د اچين ولسوال عاشق الله سادات له قوله وايي، چې قاتل پر نشه يي توکو روږدی دی او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.