لغمان کې چاودنې درې تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د لغمان ولایت چارواکي وایې چاودنه نن ماښام د مرکز اړوند هرمل کې رامنځ ته شوې یو تن یې وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د لغمان د ولایت ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د غوایې په (۱۶) نیټه ماښام شاوخوا اوه بجې د لغمان مرکز اړوند د « هرمل خوړ سیمه » کې د ځای پرځای شو چادیدونکو توکو چاودنه شوې، چې یو ملکي وګړی په کې وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

دولتزی وایې ټپیان روغتون ته انتقال شوې او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

د دې پیښې مسولیت تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې نه دی منلی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *