د راغستان د طلا کان؛ د طالبانو د تمویل پراخه سرچینه

په بدخشان ولایت کې چارواکي وایي،وسله وال طالبان ددې ولایت د راغستان ولسوالۍ د طلا د کانونو د استخراج له لارې هره ورځ میلونونه افغانۍ لاسته راوړي او له همدې لارې یې لوې نظامي قوت ترلاسه کړی دی.

د دوې پر وینا دا ډله له څلور کالو راپدیخوا د راغستان ولسوالۍ د «زرنوداب» نومې سیمې څخه د «سکواټر»په وسیله د طلا د استخراج په حال کې ده او تازه یې د «ویکادر» له کان څخه د طلا استخراج پیل کړی دی.

ویکادر په هېواد کې د طلا اصلې معدن ثبت شوی دی چې د ارغستان په ولسوالۍ کې موقعیت لري،یو نیم کال وړاندې یې د استخراج کار تړون د یوې امریکایي کمپنۍ سره لاسلیک شو چې څه وخت وروسته بیرته لغوه شو.

یوې معتبرې سرچینې د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې وویل چې هره ورځ په دې سیمه کې د طالبانو د نظر لاندې ۲۰۰ سکواټرې د طلا د استخراج په موخه کار کوي.

د سرچینې پر وینا،دغه سکواټرونه د سیمې د خلکو او یو شمېر سوداګرو اړوند دي چې لاسته راوړي طلا د «خُمس»تر نامه لاندې طالبانو ته ورکوي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي هم وایي چې د «زرنوداب» د طلا کان غیر قانوني استخراج د بدخشان ولایت په کچه د طالبانو د مالي تمویل مهمه سرچینه شمېرل کیږي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي،عبدالله ناجي نظري د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې وویل چې دې ډلې د معادن د عایداتو څخه په ګټې اخیستنې لوې نظامي تجهیزات لاسه راوړي دي.

نوموړی زیاتوي چې طالبان یوازې د زرنوداب له کان څخه هره ورځ میلیونونه عاید ترلاسه کوي.

مګر یوه سیمه ایزه سرچینه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې ذکر شي ،وایي چې د بدخشان په سرحدي ولسوالیو کې د طالبانو عمومي قومندان«مولوي نجیب» ددې معدن د استخراج او کار مسوولیت پر غاړه لري او یوازې په اوونۍ کې ۶۰ میلیونه افغانۍ د «خمس»په نوم راټولوي.

(خمس د اسلامې فریضو له جملې څخه دی چې پر بنسټ یې د خلکو یو پر پینځمه برخه ګټه اسلامې حکومتونو ته ورکول کیږي).

مسوولین وایي؛د ارغستان ولسوالۍ د «ویکادر»کان په څنګ کې د زرنوداب د طلا کان د بدخشان له مهمو کانونو څخه شمېرل کیږي؛مګر لا تر اوسه په رسمي ډول څیړل شوی نه دی او د کانونو وزارت له لوري ثبت شوی نه دی.

د بدخشان ولایت د کانونو اداره هم ددې ولایت د کانونو د غیر قانونې استخراج خبره مني.

ددې ادارې یوه مسوول خاورمیانه ته د خپل نوم نه خپرولو په شرط وویل چې ددې ادارې انجینران د سیمه ایزو زورواکانو او طالبانو له خوا د امنیتي ستونزو له وجې نه دي توانیدلي چې د کوهستان او راغستان ولسوالۍ د کانونو د وضعیت مالومولو لپاره سیمې ته ولاړ شي.

د بدخشان د والي ویاند،نیک محمد نظري د «ویکادر» کان څخه د طلا د استخراج په ردولو سره د کان په لمنو او خوړ کې د «سکواټرونو» شتون تاییدوي.

د نوموړي پر وینا،سیمه ایز خلک په سنتي ډول د ریګ وینځولو په حال کې دي.

د بدخشان د والي ویاند څرګنده کړه چې «امکان لري چې طالبان په غیر مستقیم ډول ګټه واخلې».

په ورته وخت کې د بدخشان د ولایتي شورا غړی ،ناجي نظري وایي چې د بدخشان د طلا اصلي بازارونه کابل او مزارشریف ښارونه دي او له هغه ځایه بهرنیو هېوادونو ته لیږدول کیږي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې،په وروستیو کلونو کې وسله والو طالبانو د همدې مالي سرچینې څخه په ګټه اخیستنې د بدخشان په ډېرې سرحدي سیمو کې کوچنۍ ډلې جوړې کړي چې زیاتره یې د همدغو سیمو اوسیدونکي دي.

د ارغستان ولسوالي د بدخشان ولایت د هغه ولسوالیو له جملې څخه ده چې زیات معدنې زیرمې پکې شتون لري او د مسوولینو پر وینا یوازې د ولسوالۍ د مرکز یو کیلو مټر سیمه د حکومت تر واک لاندې ده او اړونده نورې سیمې یې طالبان رهبري کوي.

سیمه ایزې سرچینې ددغه ولسوالۍ د امنیت له خرابوالي شکایت کوي او وایي چې د حکومت د نه پاملرنې په صورت کې د طالبانو پر لاس د ولسوالۍ د سقوط کېدو احتمال شتون لري.

بابر بیگانه

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *