ننګرهار کې امنیتي ځواکونو د ځانمرګي بریدونو واسکټونه ترلاسه کړي دي

د ننګرهار چارواکي وایې، د دې ولایت ملي امنیت ځواکونو د داعش وسله والو له پټنځای څخه د ځآنمرګي بریدونو په موخه چمتو شوي درې واسکټونه او ګڼ شمېر مهمات تر لاسه کړي .

د ننګرهار د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: په ننګرهار کې د ملي امنیت مؤظفینو د اچین ولسوالۍ باند درې په
« توت کنډو »سیمه کې د داعش له یو مرکز څخه د ځانمرګو بریدونو په موخه چمتو شوي درې واسکټونه د اته ماینونو سره یو ځای تر لاسه کړي او په دې سره د تروریستي پېښو مخنیوی تر سره شوی.

د خوږیاڼي په خبره، یادو منسوبینو د شینوارو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو له یوه پټنځای څخه ۱۱ فیره د را کټ مرمۍ، ۱۱ حق السوق، یو بکسه د پیکا او یوه بکسه د کلاشینکوف مرمۍ تر لاسه کړي .

د والي ویاند زیاتوي د ملي امنیت ځواکونو همدا راز په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لورې ځای پر ځای شوي درې کړۍ ماینونه کشف او له زیان پرته یې لمنځه وړي دي .

طالب او داعش وسله والو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

خروج از نسخه موبایل