ننګرهار کې اته تنه داعش وسله والو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي

د ننګرهار چارواکي د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې وایې په دې ولایت کې ځانګړو ځواکونو اته تنه داعش وسله والو سره د همکارې په تور نیولي.

د خاورمیانه خبري اژانس دخبر له مخې، د ننګرهار مطبوعاتي په یوې خبرپاڼه کې ویلي؛ د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ په « اسلامپور کلي » کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې اته تنه داعش وسله والو سره د همکارۍ په تړاو نیول دي.

د کورنيو چارو وزارت مسئولين وايي، چې له یادو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف او مهمات یې، یو میل تفنګچه او مهمات یې، یو پایه لپټاپ کمپیوټر او نهه سیټه موبایلونه د پولیسو لاسته ورغلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *