د شمالي کوریا مشر مړ نه دی

سره له دې چې یو شمېر سرچینو او رسنیو د شمالي کوریا د مشر د مړینې خبر ورکړی دی؛مګر د کوریا د دوستۍ انجمن وایي چې«کیم جونګ اون» ژوندی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د شمالي کوریا مشر له څه مودې راهیسې په عامه غونډو کې حاضر شوی نه دی او ګمان کیږي چې نوموړي مغزي سکته کړي وي.

په چین او جاپان کې ګڼو سرچینو د «کیم جونګ اون»د مړینې خبر ورکړی دی؛ مګر لا تر اوسه په رسمي ډول دغه راپورونه تایید شوي نه دي.

مګر د «کوریا د دوستۍ ټولنې(KFA)د شمالي کوریا د مشر د مړینې ادعاوي رد کړي دي.»

دغه انجمن چې د پیونګ یانګ تر ملاتړ لاندی دی ،وایي چې د کیم جونګ اون د مړینې په اړه ادعاوې د پیونک یانګ له لوري د منلو وړ نه دي.

په داسې حال کې د شمالي کوریا د مشر د مړینې په اړه ضد او نقیض خبرونه خپریږي چې په وروستیو کې د شمالي کوریا د دولت په مشوره د چین څخه د ډاکټرانو یو ټیم پیویانګ ته تللی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *