کرونا په افغانستان کې؛پرې د اخته کسانو لوړیدل

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې پر کرونا(کوویډ۱۹) اخته کېدو زیاتوالی موندلی او ۱۳۳ تازه پیښې ثبت شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د روغتیایي برخې د راپور له مخې،د تیرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې ۱۳۳ مثبتې پیښې ثبت او پیژندل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند،وحیدالله مایار د نن ورځې(غویي ۶) په خبرې ناسته کې څرګنده کړه چې تیرې یوې شپې او ورځې په جریان کې د کابل ،هرات،ننګرهار،کندهار او بلخ په لابراتوارونو کې پر کرونا د اخته کېدو ۱۳۳ پیښې ثبت شوي دي.

د نوموړي پر وینا،ددې نویو پیښو له ډلې څخه ۱۵ په کابل،۲۵ په هرات،۲۰ په کندهار او پاتي پیښې په بلخ،نیمروز،ننګرهار،کونړ،لغمان،پکتیا،غزني،میدان وردګ او ځینو نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې،په دې تازه پیښو سره په هېواد کې پر «کوویډ ۱۹» د اخته کسانو شمېر یو زرو ۴۶۳ تنو ته زیاتوالی موندلی دی.

مایار څرګنده کړه چې په تیره یوه شپه او ورځ کې پر کرونا اخته څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ورسره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۴۷ تنو ته رسیدلی دی.

له بله پلوه د عامې روغتیا وزارت ویاند په کرونا ویروس باندې د اخته کېدو په پایله کې د کونړ د عامې روغتیا د رییس مړینه هم تایید کړي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *