لغمان کې یو تن خپله میرمن او خواښې وژلي دي

د لغمان چارواکي وایې د دې ولایت مرکز کې یو کس خپله مېرمن او خواښې د چره یي ټوپک په ډزو وژلي.

د لغمان د ولایت ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د غوایې په (۶) نیټه غرمه ۱۲ بجې د لغمان مرکز « قلعه شېخانو » کلي کې یو کس « سمیع الله » دکورني تاوتریخوالي له امله خپله مېرمن او خواښې دچره یي ټوپک په وسیله وژلي او خپله له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.

دولتزی زیاتوي امنیتي ځواکونو هڅې پیل کړي څو سمیع الله پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *