لغمان کې په کرونا ناروغۍ اخته شوی کس روغ او جوړ کور ته رخصت شو
د لغمان چاراوکي وایې، د حاجي حضرت بلال په نامه ددې ولایت یو تن ۷۰ کلن اوسېدونکی چې شاوخوا لس ورځې مخکې یې د کرونا ټسټ مثبت ثابت شوی و، په مهترلام ولایتي روغتون کې تر لس ورځني قرنطین او معالجې وروسته د ننګرهار په لابراتوار کې یې وروستي ټسټونه منفی ثابت شول، او نن د روغتیاپالانو له لورې له قرنطین څخه خلاص او خپل کور ته ولیږل شو.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، په همدې موخه نن يکشنبه د وري پر ۱۷ نېټه له غرمې وړاندې په مهترلام ولايتي روغتون کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ددې ولایت د عامې روغتيا رئيس او د ولایت ویاند په دې اړه معلومات شریک کړل.
د لغمان د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالمعروف جليلي وويل ، حاجي حضرت بلال نومی شخص، چې شاوخوا لس ورځې وړاندې په ننګرهار کې د کرونا په ناروغۍ اخته پېژندل شوی وو، په مهترلام ولايتي روغتون کې قرنطين او د ډاکټرانو تر نظارت لاندې نیول شوی وو.
هغه زياته کړه چې په ننګرهار کې د کرونا ویروس د معلومیدو لابراتوار په وسیله د یاد کس درې واړه وروستۍ نتیجې منفي وې او نن د ډاکټرانو د لازمو لارښوونو او سپارښتونو څخه وروسته نوموړی کور ته رخصت شو.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د عامې روغتيا ریاست له ټولو مسوولينو او موظفو ډاکټرانو څخه مننه وکړه، چې د حاجي حضرت بلال په نوم د کرونا په ناروغۍ اخته شوي شخص درملنه اوپالنه يې په سمه توګه ترسره کړه.
نوموړي وويل ولايتي اداره د کرونا په ناروغۍ اخته کېدوونکو کسانو لپاره ۵۰۰ بستريزې خونې د قرنطين په موخه اماده کړي.
په ورته مهال حاجي حضرت بلال د لغمان له والي او د عامې روغتيا رياست له مسوولينو څخه مننه وکړه، چې په ښه ډول يې د ده معالجه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د لغمان والي او د کرونا ويروس د مخنيوي کمېټې د پرېکړې په اساس په مهترلام ښار کې غيرې ضروري هټۍ تر دويمې خبرتيا پورې تړل شوي وي او ښار په بشپړ ډول قرنطین دی.