«کارګر» ماشومان : مونږ کرونا خوړلې ده

په دې ورځو کې د کرونا(کوییډ۱۹) وژونکی ویروس د عامو او خاصو مجلسونو نقل دی.

رسنۍ،ټولنیزه فضا او د خلکو حقیقي نړۍ په کرونا ویروس د اخته کیدو مخنیوې او دغه ویروس پر وړاندې مبارزې نیولي دي او حتی زیاتو کسانو د خوندي پاتې کیدو په خاطر خپل ځانونه په کورونو کې قرنطین کړي او میلمانه هم نه قبلوي.

مګر له کورونو د باندې او د کرونا له بحثونو وړاندې ،ګڼ شمېر ماشومان د خپلې کورنۍ د ګيډې ډکولو لپاره له دست کشو او ماسک پرته کار کوي؛شاقه کارونه لکه د بوټونو رنګول،د پلاستیکي خلطو پلور،کراچۍ واني او حتی کثافات راټولوي.

سالم یو له همدې ماشومانو څخه دی چې د بې وزلۍ او کمزورۍ د څپې د لوړیدو له کبله له مودو راهیسې د کثافاتو سره سر او کار لري.

د نوموړي کار د اوسپنې د ټوټو،پلاستیک او نوشابې د قوطیو راټولول دي چې په پلورلو سره یې څو افغانۍ تر لاسه کوي.

سالم( مستعار نوم) مې هغه مهال ولید چې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د یوې کثافات دانۍ څخه د اړتیا وړ شیانو پر راټولولو بوخت وو.

سالم شاوخوا ۹ کلن دی او له یوه کال راهیسې پر کثافت دانیو ګرځیدل دده ورځنی کار ګرځیدلی او له همدې لارې پنځوس او شپیته افغانۍ په لاس راوړي او دغه د کورنۍ لپاره د شپې په ۵ ډوډیو لګوي.

ورڅخه ومې پوښتل،له کرونا څخه نه ویریږي؟په ترخه خندا یې ځواب راکړ:مونږ کرونا خوړلي یو».

د سالم دا له تمې لرې ځواب،«لکه په دماغو کې چې بمب وچوي،یوه شیبه یې اړ کړم تر څو لویو بې وزلو کورنیو په اړه فکر وکړم چې ګڼ شمېر یې پیژنم او د ځینو کیسې مې هم اوریدلي دي».

دې کوچنې ډوډۍ راوړونکي نه غوښتل چې له ماسره زیاتې خبرې وکړي،هغه مهال چې د «کثافاتو» بوجۍ یې په شا کوله لنډ ځواب راکړ او خپله لار یې ونیوله او ولاړ:«اړ یم چې کار وکړم».

پر کرونا ویروس باندې د اخته کیدو څخه د ځان ژغورنې او په کور کې پر پاتي کیدو باندې تاکید،د «سالم»په څیر کسانو او د نوموړي په څیر د زرګونو بیلګو لپاره چیرته دی؟

شاقه کاره ماشومان چې سر او کار یې له کثافاتو سره دی او دغه کارونو ترسره کول یې دنده ده چې سخت ککړ وي؛کولای شي کورنیو،نږدې کسانو او هغه کسانو سره چې له دوې سره په اړیکه کې دي د کرونا ویروس د انتقالونکو په توګه دي؛ واوسي.دغه موضوع د خلکو د اندیښنې سبب شوي ده.

د بغلان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مصوونيت د کمیټې په بیړنۍ ناسته کې چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوې په خاطر جوړه شوي وه،پر همدې موضوع بحث ترسره شو.

د بغلان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس،سید صالح صالح وویل،چې د شاقه کار ترسره کوونکو ماشومانو موضوع د حکومت او بشري حقوقو ادارو سره شریکوي او د بدیلې لارې د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د بغلان د مدني ټولنو رییس عبدالله قادري هم د شاقه کار ترسره کوونکو ماشومانو له لوري ددې ویروس د انتقال په اړه په اندیښنې ښکاره کولو سره کورنیو ته وایي چې حکومت مکلف دی ترڅو بدیلې لارې ولټوي او د هغه ډول کارونو مخه باید ونیسي چې په دې ډول حالاتو کې خطرناک دي.

په افغانستان کې اقتصادي بې وزلي،د کارې زمینو نشتوالی،د جګړې له کبله له کورنیو او سیمو تیښته او بې امنیتي او د ماشومانو د کار قانون نه پلې کول د شاقه کار ترسره کوونکو ماشومانو د زیاتیدو لامل ګڼل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور له مخې چې دوه کاله وړاندې خپور شو،له دوه میلیونه زیات د ۶ او ۱۴ کالو تر مینځ افغان ماشومان اړ دي چې کار وکړي.

کله چې کرونا ویروس یوې نړیواله موضوع شوي د افغانستان حکومت هم ددې ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د ځانګړيو روغتیایي مراکزو جوړولو،ولایاتو ته د مشخصو پیسو ځانګړي کول او د کرونا پر وړاندې د مبارزې د کمیټې د رامنځته کولو اقدام کړی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان لخوا په افغانستان کې د شاقه کار کوونکو اعلان شویو ارقامو ته په پام سره،اندیښنه دا ده چې د شاقه کارونو د نه مخنیوې او بې وزلو او اړینو کورنیو ته د بدیلو لارو د نه برابرولو په صورت کې به د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه خلک او حکومت له لویو ستونزو سره مخ کړي.

«بابر بیگانه»

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *