ننګرهار کې د چت د راغورځیدو له امله د یوې کورنۍ ۸ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې د اورښتونو له امله د یوې کوټې چت غورځیدلی ، چې پنځه تنه په کې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي.

د ننګرهار د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د وري په (۱۲) نیټه مازیګر مهال د دور بابا په« تور لالا » سیمه کې د زیاتو ورښتونو له امله د یوې خامه دوه منزله کوټې یو په بل پسې غورځیدلې چې په پایله کې یې، پنځه تنه وژل شوي، چې په وژل شو کې یوه میرمن درې نارینه ماشومان او یوه بله ماشومه شامله ده .

خوږیاڼی زیاتوي په دې پیښه کې دیوې پنخلس کلنۍ نجلۍ په ګډون درې تنه ټپیان شوي هم دي.

د خوږیاڼي په خبره د ټپیانو وضعیت هم داندیښنې وړ دی .

خوږیاڼی وایې بل خوا د خوږیاڼو ولسوالۍ په « حکیم اباد» سیمه کې د دوه کورنیو ترمنځ شخړه شوې چې په کې دوه تنه ټپیان شوې او روغتیایې وضعیت یې د اندیښنې وړ ښودل شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *