په سالنګ کې د واورې اورښت،ټیلري موټرونه د تګ راتګ اجازه نه لري

په سالنګونو کې د واورې د اورښت او بادونو له کبله د لنډ مهال لپاره دغه لویه لار د ټیلري موټرونو پر مخ تړل شوي ده.

د خاورمیانه خبرې خبرې اژانس د راپور له مخې،په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د تیرې شپې راهیسې د واورې اورښت پیل شوی او تر راتلونکو دوه ورځو پورې به دوام ولري.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت چارو ریاست وایي چې “د تیرې شپې له ۹ بجو څخه په شمال کې ډیره واوره او په جنوبي سالنګ کې په ارام ډول د واورې اورښت پیل،اوس هم جریان لري او د وړاندوینې له مخې تر دوه شپو ورځو پورې به دوام ومومي”.

د سرچینې پر وینا،د ټریلري موټرو پرته دغه لویه لار د نورو وسایطو پر مخ خلاص وي او نورې موټرې کولای شي چې په ځنځیر(چین) سره په دغه لار تګ راتګ وکړي.

د لوې لارې عمومي وضعیت په دې ډول دی:
د لیدلو وړ سیمه: ۴۰۰ متره
د باد چټکوالی:په یوه ثانیه کې ۴ متره
رطوبت:۹۸%
د هوا یخوالی: ۵- سانتي ګراد درجه
د سړک په فرش کنګل:شاوخوا ۲۵ کیلو متره
په شمال کې د واورې د طبقې پنډوالی:۳۰ سانتي متره
په جنوب کې د واورې د طبقې پنډوالی:۳۰ سانتي متره
په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د واورې د اورښت اټکل:۹۰%

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *