په زابل کې د طالبانو په برید کې د اردو شپږ سرتیري ووژل شو

دفاع وزارت وایي چې د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې د وسله والو طالبانو په برید کې د ملې اردو شپږ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس ،د راپور له مخې،دفاع وزارت د نن ورځې (وري ۱۱) په خبرپاڼه کې ویلي دي چې وسله والو طالبانو تیره شپه د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید ترسره کړی دی.

دفاع وزارت وایي چې په دې برید کې د ملې اردو شپږ تنه سرتیري چې د «فعالې دفاع» په حال کې وو،خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینې پر وینا،امنیتي ځواکونه توانیدلي چې برید په شا وتنبوي او دغه ډلې ته یې تلفات هم اړولي دي.

دغه برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هلې ځلې رواني دي.

د زابل ولایت په مرکز کې د روان لمریز کال په لمړیو کې هم د ملې اردو ۱۷ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *