په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي چې د طالبانو د بندیانو د خوشي کېدو لپاره د افغانستان د حکومت او دې ډلې پلاوې تر مینځ د خبرو اترو دویم پړاو به د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې دغه خبرې اترې به نن (کب ۶)له غرمې وروسته ترسره شي.
نوموړي په خپل ټویټر اکونټ لیکلي دي چې «د ا.ا.اسلامي د بندیانو د ازادیدو تخنیکي ټیم به صبا د دوحې پر وخت په ۱۲:۳۰ دقیقو د سره صلیب،امریکا،قطر او د کابل ادارې د بندیانو د ازادیدو تخنیکي ټیم او پلاوو تر مینځ ویډیو کنفرانس ترسره شي.»
شاهین وایي چې په دې خبرو اترو کې به د امریکا سره د شوي هوکړه لیک پر اساس ،د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو او د افغانستان د حکومت بندیانو د خوشي کولو زمینه سازي وشي.
دا په داسې حال کې ده چې ددې مذاکراتو لمړی پړاو درې ورځې وړاندې هم د ویډیو کنفرانس له لوري ترسره شي.
د دوه اوونیو په تیریدو سره تر اوسه هم د دواړو لوریو لخوا د بندیانو د ازادیدو هیڅ ډول پریکړه نه ده شوي او همدارنګه د بین الافغاني موقع هم مساعده شوي نه ده.