روغتیایي کارکوونکي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې له امله ومري،د دفاعي شهیدانو د امتیاز څخه برخمن کیږي

دولتي چارواکو اعلان وکړ چې هغه روغتیایي کارکوونکي چې د کرونا پر وړاندې د مبارزې په لار کې مړه کیږي د دفاعي شهیدانو له امتیازاتو څخه به برخمن شي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د روغتیایي برخې د راپور له مخې،د هرات ولایت دفتر وایي چې دغه مطلب د هېواد جمهور رییس محمد اشرف غني د تیرې شپې په خبرې کنغرانس کې څرګند کړی دی.

د هرات د ولایتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې جمهور رییس د روغتیایي او سیمه ایزو چارواکو د هلو ځلو مننه کړي او د کابینې له لورې یې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوې لپاره د دولتي روغتیایي کارکوونکو لپاره د استثنایي امتیازاتو د تصویبولو خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې څخه په نقل ،همدغه راز جمهور رییس د روغتیایي کارکوونکو لپاره چې د  (کوید ۱۹)په برخه کې کار کوي د ښو معاشونو د ورکړې ډاډ ورکړی دی.

د هرات ولایتي دفتر وایي چې د امتیازاتو او معاشاتو جزییات به ډېر ژر خپاره شي.

په ورته وخت کې سرچینې ویلي دي چې «که چیري خدای مه کړه کوم روغتیایي کار کوونکی د کرونا ناروغۍ له وجې ومري،کورنیو ته یې د هېواد د دفاعي شهیدانو امتیازات منظور شوي دي.»

د هرات ولایت په هېواد کې د کرونا ویروس اصلې سرچینه پیژندل شوي او ددغه ولایت روغتیایي ټیم هم ددې ویروس د کنټرولولو په هڅه کې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *