ننګرهار کې یوه اندازه وسلې نیول شوې دي
د ننګرهار چارواکي وایې، د دې ولایت مومندرې ولسوالۍ کې په سوزکۍ موټر کې ځای پر ځای شوې وسلې نیول شوې دي
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ په « لنډي خیبر» سیمه کې د سرحدي ځواکونو د واکنش قطعې او شپږم کنډک منسوبینو په یو سوزوکۍ موټر کې د پلټنو پر مهال ۱۱میله کلاشینکوفونه او پنځلس قطعې د تفنګچې مرمۍ کشف او تر لاسه کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د یادو وسلو لیږدونکی د تورتم څخه په ګټې اخیستنې له سیمې تښتیدلی،خو د نیولو هڅې جریان لري .