په ترکیه کې د کرونا ویروس د مړینې د لمړنۍ پیښې ثبتیدل
د ترکیي روغتیایي چارواکو اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې پر کرونا ویروس(کوید ۱۹)باندې د اخته کیدو په نتیجه کې مړینې لمړنۍ پیښه ثبت شوي ده.
د خاورمیانه خبرې اژانس د روغتیا د برخې د راپور له مخې د ترکیې د عامې روغتیا وزیر «فخرالدین کوجا» وویل چې د مړینې دغه پیښه نن سهار وختي(کب ۲۸) رامنځته شوي ده.
نوموړي څرګنده کړه چې دغه شخص ۸۹ کلن وو او له چین سره یې اړیکې درلودې.
د ترکیې د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو پر اساس په دغه هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۸ تنو ته رسیدلی دی.
کوجا ټینګار وکړ چې په دې هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته ۵۱ کسانو درملنه هم شوي ده.
د یادونې وړ ده چې د نړیوال روغتیایي سازمان د مالوماتو پر اساس تر اوسه په نړۍ کې له ۱۸۵ زرو څخه زیات کسان په دې ویروس اخته شوي دي او د تیر میلادي کال په پاې کې ددې ویروس د خپریدو راهیسي تر اوسه ۷۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.