د کابل پولیسو د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوه ۷ کلن ماشوم د قتل عامل نیولی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،څو ورځې وړاندې انسان تښتونکو یو اووه کلن ماشوم له اختطاف وروسته وژلی او د نوموړي جسد یې د بګرامۍ ولسوالۍ په «ګلبته» کلي کې غورځولی وو.
د جسد د پیدا کیدو څخه د یوې ورځې په تیریدو سره د کابل پولیس وایي چې ددې ماشوم د اختطاف له اطلاع وروسته، د پلټنې عملیات پیل شوي دي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وویل چې ددې پیښې د عامل د نیول کېدو په موخه د پلټنې عملیات پیل شوي وو چې بلاخره ددې پیښې په تړاو د کابل په اتمه حوزه کې وپیژندل شو او بیا وروسته ونیول شو.
نوموړي وویل چې د نیول شوي شخص دوسیه د لا ډېرو څیړنو لپاره اړونده ادارې ته سپارل شوي ده.