د پوهنې وزارت: ټول معلمین دې  خپلو کارځایونو ته له حاضریدو ډډه وکړي

د پوهنې وزارت د دولتي  او خصوصي موسسو ټولو استادانو ته ویلي دي چې د خپل ځان د روغ ساتلو لپاره باید د راتلونکي کال د  وري د میاشتې پورې د خپلو کار ځایونو کې له حاضریدو ډډه وکړي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پریکړه نن( کب ۲۷) د پوهنې وزارت له لوري د دولتي او خصوصي موسساتو د ټولو برنامو (عمومي تعلیماتو، اسلامي تعلیماتو، سواد زده کړي او تربیه معلم) استادانو ته اطلاع ورکول شوي ده.

د پوهنې وزارت ویلي دي چې« د معلمینو څخه غوښتنه کیږي چې د خپل ځان او کورنۍ د روغتیا د ساتنې لپاره باید د راټولیدنو د مخنیوي لپاره د ۱۳۹۹ کال د وري د میاشتې تر ۳۰ نیټې پورې خپلو کاري ځایونو ته له تګ څخه ډډه وکړي.»

سرچینه وایي چې د یادو برنامو د استادانو د حاضرۍ په اړه به د کمیسیون پریکړه«د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوې» په اړه په معارف کې د اړونده امرانو له لوري ترسره کیږي.

د پوهنې وزارت معلمینو ته ویلي دي چې  د استادانو اړوند میکانیزم به د زده کړییز چاپیریال او زده کوونکو په اړه د ټاکل شوې نیټې د پاې ته رسیدو وروسته د موظف کمیسیون په وسیله تعریف او د ښوونځیو په واک کې ورکړل شي.

له دې وړاندي هم د پوهنې وزارت د هېواد ټول ښوونځي او زده کوونکو درسونه د راتلونکي کال د وري د میاشتې تر پاې پورې ځنډولي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *