په امریکا کې بیړنی حالت اعلان شو

د امریکا جمهور رییس په بې ساري ډول د کرونا ویروس د خپریدو له امله په ټول هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړ.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،ډونالډ ټرمپ،په سپینه ماڼۍ کې د تیرې شپې په خبرې ناسته کې په هېواد کې فوق العاده بیړنی حالت اعلان کړ.

ټرمپ اعلان وکړ چې د بیړني حالت په اعلان سره ټول خنډونه لرې شوي او خلکو لپاره به غوره درملنه چمتو شي.

له دې وړاندې د اروپا څخه امریکا ته هم د یوې میاشتې لپاره  ټولې الوتنې ځنډول شوي وي.

اوس مهال د واشنګټن په ګډون د امریکا په ۴۸ ایالتونو کې ۱۹۲۰ کسان د کرونا په ویروس (کوید۱۹) باندې اخته شوي او لږ تر لږه ۴۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *