ننګرهار سيمه ييز روغتون کې يوې مور د لومړي ځل لپاره پنځه ماشومان وزېږول

د ننګرهار ولايت سيمه ييز روغتون کې د لومړي ځل لپاره يوې مور پنځه ماشومان وزيږول، چې څلور يې نجونې او يو هلک دی.

د ننګرهار سیمه ایز روغتون د نسایي ولادي څانګې مسئوله ډاکټره روشن احمدي وایې د ماشومانو روغتیایي وضعيت د ډاډ وړ دی؛ خو د لا زیاتې پاملرنې په موخه يې د ماشومانو څانګې ته لېږدولي دي.

د یادو ماشومانو پلار نورالحق نومیږي چې اصلآ د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسیدونکی دی او اوس مهال د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اړوند قصبې سیمه کې ژوند کوي، هغه غريبکار دی چې په وینا یي اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار سیمه ایز روغتون په نسایي ولادي څانګه کې یوې مور څلور زامن زیږولي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *