کرونا؛ د اروپا څخه امریکا ته د یوې میاشتې لپاره سفر کول منع شو

د امریکا جمهور رییس اعلان وکړ چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوې لپاره د اروپا څخه دې هېواد ته د یوې میاشتې پورې ټول سفرونه بندیږي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د ډونالډ ټرمپ تازه پریکړه سر له نن شپې د اجرا وړ ده او انګلستان په دې پریکړه کې شامل نه دی.

ټرمپ ویلي دي چې دا اقدام یې د امریکا پر پولو د تازه پیښو په پام کې نیولو سره تر لاس لاندې نیولی دی.

د دې دستور پر بنیاد،امریکایي وګړي او د هغوې د کورنۍ لمړی درجه غړي او همدارنګه هغه کسان چې په امریکا کې د هستوګنې شين کارت لري د کرونا لپاره په دقیق ډول ټیسټ  او د داخلیدو اجازه به ورکړل شي.

لا تر اوسه په امریکا کې د کرونا ویروس ۱۱۳۵ پیښې پیژندل شوي چې ۳۸ تنو ترې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل