د کرونا ویروس؛ د ملګرو ملتونو د سازمان مقر وتړل شو

د ملګرو ملتونو د سازمان مسوولینو اعلان وکړ چې په نیویارک کې ددې سازمان ټول مرکزي دفترونه د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوې په موخه د خلکو پر مخ تړل شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي ویاند «استفان دوجاریک» اعلان وکړ چې ددې سازمان اصلي دفترونه له نن ورځې( کب ۲۱) څخه د کرونا ویروس  د خپریدو د مخنیوې په موخه د خلکو پر مخ تړل کیږي.

د نوموړي پر وینا،لا تر اوسه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان په کارکوونکو کې د کرونا( کوید ۱۹) کومه پیښه موندل شوي نه ده.

د نیویارک په منهټن سیمه کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې درې زره کار کوونکي شتون لري.

یوه اوونۍ وړاندې په جینوا کې هم د ملګرو ملتونو سازمان ودانۍ تړل شوي وه.

په معمولي توګه هره اوونۍ تر پینځه زرو پورې ګرځندویان د ګرځندوۍ په چوکاټ کې له دې ودانۍ لیدنه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *