په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو دکمیدو د لړۍ پیل کېدل
امریکایي چارواکي وایي چې د افغانستان څخه ددې هېواد د ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوي ده.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په اعلامیه کې ددغه ځواکونو د ویاند «ساني لګیت» څخه په نقل راغلي دي چې د افغانستان څخه په «مشروط ډول»د امریکایي ځواکونو وتل پیل شوي دي.
نوموړي ویلي دي چې د امریکا د متحده ایالت او افغانستان د ګډې اعلامیې او د امریکا د متحده ایالتونو او طالبانو تر مینځ د شوي هوکړه لیک له مخې به د ۱۳۵ ورځو په لړ کې به په افغانستان کې د دیره امریکایي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته کموالی مومي.
په دې اعلامیه کې د افغانستان څخه د وتل شویو ځواکونو دقیق شمېر مالوم شوی نه دی؛ مګر ددې ځواکونو یوه برخه ساتل کیږي.
د «لګت» په خبره د القاعده او داعش ترهګرو ډلو پر ضد د عملیاتو د سرته رسولو لپاره د امریکایي ځواکونو فوځي وسایل او صلاحتیونه به د افغانستان د ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه ساتل کیږي.
ویل کیږي چې د امریکا ـ طالبانو تر مینځ د هوکړه لیک پر بنیاد د امریکایي فوځیانو د وتلو لړۍ پیل شوي او د ۱۳۵ ورځو په لړ کې به په افغانستان کې د میشتو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته راکم شي.
دم ګړۍ لږ تر لږه ۱۲۰۰۰ امریکایي سرتیري په افغانستان کې دیره دي چې ډیرې برخه یې د مشاورت او روزنې دنده پر غاړه لري.