ننګرهار کې زرګونه کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي نیول شوي

د ننګرهار امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د زرګونه کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو د نیول کیدو ترڅنګ د داعش او طالب وسله والو په ګډون د بیلابیلو جرمونو په تور د ۱۸ کسانو د نیول کیدو خبر ورکوي.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار د ملي امنیت ریاست نن نیول شوي کسان د یو خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته وښودل.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د خبري کنفرانس پرمهال وویل، د ملي امنیت  موظفینو  د لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکو موادو ډک  هغه ټيلر موټر په تورخم ښارګوټي کې نیولی،  چې له پاکستان څخه لومړی ننګرهار او بیا له دې ځایه کابل ته انتقالیده.

هغه زیاته کړه، د نیول شو چاودیدونکو توکو په تړاو دوه تنه هم نیول شوي، چې د لوګر ولایت اوسیدونکي دي.

د میاخیل  پروینا، د دې ترڅنګ یې څلورو داعش او اوو طالب وسله والو په ګډون د بیلابیلو جرمونو په تور ۱۸ کسان هم نیولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *