د کابل پولیس وایې دپلازمینې په اتمه حوزه کې د یوې کورنۍ څلور غړي په مرموز ډول وژل شوي دي .
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، وسله والو تیره شپه د اتمې حوزې اړوند په« قلعه برقي »کې په یوه کور برید کړی دی.
د کابل پولیسو ویلي په دې برید کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.
ویل کیږي، چې له دې کور څخه غلا نه ده شوې مګر پولیس وایې د وژل شوو کسانو جسدونه د زیاتو څیړنو په موخه عدلي طب ته استول شوي دي.